د دایکنډي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سنګ تخت ولسوالۍ کې د حزب حرکت او حزب وحدت ترمنځ وسلهواله نښته شوې چي پر مهاليې درې تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.
د دایکنډي د ولایتي شورا مرستیال سبحان نایبي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د حزبونو ترمنځ دغه نښته په سیمه کې د واک پر سر رامنځته شوې چې پر مهاليې د حزب حرکت ۲ تنه او د حزب وحدت یو تن وژل شوی او یو بل تنيې ټپي شوی دی.
نوموړی وايي چې دغه دوه حزبونه د هېواد له مرکز څخه د لوړپوړو چارواکو
لهخوا حمایه کېږي او کنټروليې د ولایتي ادارې تر توان پورته خبره ده.
ښاغلي نایبي دغهراز وویل چې یاد حزبونه دغلته له تېرو شپږو کلونو راهیسې
د واک پر سر له یو بل سره ستونزې لري.
دغه نښتې د تېرو درېیو ورځو راپه دېخوا روانې دي چې تر دې مهاله سیمې ته هېڅ
امنیتي ځواک هم نهدی ورغلی او د دواړو حزبونو پلویان د یو بل په وړاندې
په مورچلو کې ناست دي.
د دغه ولایت والي محمود بلیغ هم د پېښې پخلی کوي، خو د نورو جزئیاتو له
ورکولو ډډه کوي.
تر دا مهاله حزب حرکت او حزب وحدت په دې اړه څه نهدي ویلي.