سپاهي‌زاده: د بلخ سوداګرو ښځو د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ کړی

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دغه ولایت کې سوداګرو ښځو د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.

د دغې خونې رئیس شیر احمد سپاهي‌زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ ولایت سوداګرې ښځې تر ډېره د خامک، مرۍ ګنډلو، چرمي صنایعو او خوراکي موادو د تولید په برخو کې فعاله دي.

ښاغلی سپاهي‌زاده وايي، سږ کال د دوی لاسي تولیدات د هندوستان، تاجکستان او ایران په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نوموړي په خبره د بلخ د سوداګرو ښځو د تولیدي توکو اخیستونکي او مصرف کوونکي په خپله د بلخ اوسېدونکي دي.