د روسیې په سایبریا کې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه مړه کړي

روسي رسنۍ خبر ورکوي چې ۱۰ تنه د څلورو ماشومانو په ګډون په سایبریا کې د موټرو د ټکر پر مهال مړه شوي دي.

دا پېښه په خانتي منسیسک سیمه کې شوې.

د دې سیمې د پولیسو ویاند انټرفکس اژانس ته وویل چې پرون پر لویه لار دوو موټرو ټکر وکړ.

په وژل شویو ماشومانو کې یو لا یو کلن شوی نه‌و.