د بلخ د نوي والي ویاند: نور دې نوي والي ته فرصت ورکړي چې کار پیل کړي

د بلخ د نوي والي ویاند وايي، د بلخ د ولایت پر څوکۍ به د عطا محمد نور پاتې کېدل د خلکو او حکومت په ګټه نه وي.

رحمت الله فطرت له ازادي راډیو سره په خبرو کې له عطا محمد نور څخه وغوښتل چې نوي والي ته فرصت ورکړي، څو نوموړی د والي په توګه خپل نوی کار پیل کړي.

نوموړي وویل:

"موږ په تکرار غوښتنه کوو چې که هغوی د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیه رئیس او د ګوند د یوه تر امر لاندې کس په توګه ښاغلي داوود ته چې د حکومت له لورې د بلخ د والي په توګه ګمارل شوی، موقع ورکړي چې هلته کار او فعالیت پیل کړي، نو هم به د خلکو په ګټه وي او هم به د دواړو لورو ترمنځ د سوتفاهم د هواري په برخه کې ګټور تمام شي."

په ورته وخت کې د جمعیت د ځینو سرچینو په خبره، د جمعیت ګوند او د حکومت ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو د دواړو لوریو ترمنځ خبرې هم پیل شوې دي.