په ۴۸ ساعتونو کې امریکا پر اسلام اباد د فشار ځانګړي اقدامات اعلانوي

سپینې ماڼۍ ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به پر اسلام اباد د فشار راوړلو په هدف ځانګړي اقدامات اعلان کړي، څو د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې لا ډېره هڅه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز د جنورۍ پر دوهمه پاکستان ته په خطاب کې ویلي:

"موږ پوهېږو، دوی د ترورېزم د مخنیوي لپاره ډېر څه کولای شي او موږ ورڅخه غواړو چې دا کار وکړي."

د سپینې ماڼۍ دا خبرداری وروسته له هغه شوی چې په ملګرو ملتونو کې د ا مریکا سفیرې نیکي هیلي په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ د ادارې لپاره ښکاره دلایل شته چې پر پاکستان د ۲۲۵ میلیونه ډالرو مرسته بنده کړې ده.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړني پیغام کې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې د اسلام اباد پر اقداماتو انتقاد وکړ، په غبرګون کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ مسؤلیت پر پاکستان وانه چوي.

دغه هېواد همدا راز د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا سفیر د لا وضاحت لپاره بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی و.