له کندهاره د هوايي دهلېز له لارې هندوستان ته ۴۰ ټنه ممیز صادر شول.
د دغه ولایت د اقتصاد رئیس محمد رحیم رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د هوا له لارې، ۱۳۴ ټنه مېوه بهرته صادره شوې ده.
ښاغلی رحیمي وايي، په روان کال کې د هوا له لارې هندوستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د افغانستان د بندرونو ترڅنګ له هند سره هوايي دهلېز د صادراتو په پراختیا کې خورا مرسته کوي.