ټرمپ د شمالي کوریا په ځواب کې: زه هم د اټمي وسلو بټنه لرم

د امریکا ولسمشر د شمالې کوریا د مشر د دې ګواښ په ځواب کې چې ویلي یې دي د اټمي وسلو د استعمال بټن‌يې تل پر مېز وي؛ وايي، د متحده ایالاتو د اټمي وسلو بټنه لویه او زیاته قوي ده.

ډونالد ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل، د شمالي کوریا د لوږې سره مخ رژیم یو څوک باید کېم جونګ اون ته ووايي چې زه هم د اټمي وسلو بټنه لرم او زما بټن د هغه له یوه څخه قوي او لویه ده او زما بټن کار هم کوي.

د شمالي کوریا مشر د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي د اټمي وسلو بټن‌يې تل په مېز وي، خو د هغه په خبره هغه وخت به اټمي وسله وکاروي کله چې د شمالي کوریا امنیت له ګواښ سره مخ شي.

کېم جونګ اون له جنوبې کوریا وغوښتل چې د سولې خبرې پیل کړي.

که څه هم د امریکا ولسمشر له جنوبي کوریا سره د خبرو لپاره د اون پیشنهاد ته د شک په نظر کتلي دي، خو جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره د خبرو وړاندیز منلی دی او د جنورۍ میاشتې په نهمه نېټه‌يې په لوړه سطحه د خبرو پیلولو ژمنه کړې ده.