د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، حکومت نهشي کولای چې نوموړی له دندې لیرې کړي.
د جنرال رازق په وینا دی اوسني حکومت پر دندې نهدی ټاکلی، نو ځکهيې حکومت د لیرې کولو قدرت نهلري.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» يې په کندهار کې د یو شمېر رسنیو سره خبرې کولې وویل چې نوموړی د کندهار د اوسېدونکو په غوښتنه راغلی او د هغوی په غوښتنه به دنده پرېږدي.
دی وايي:
"زه نه دې حکومت راوستلی یم او نه مې دا حکومت ایسته کولای شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به ځم، دا حکومت انتخابي نهدی چې مکتوبونه خلکو ته استوي، دا د یوه ائتلاف له مخې راغلی حکومت دی."
جنرال رازق دغه څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې څو ورځې مخکې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له دندې څخه تر لیرې کېدو وروسته وویل چې د ملي یووالي حکومت د ده څخه وروسته غواړي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له دندې لیرې کړي.
جنرال عبدالرازق دغهراز وویل چې له بلخ نه د عطا محمد نور پر لیرې کولو موافق نهدی او حکومت دغه کار د ګاونډي هېوادونو چې د ده په وینا له ترورېزمه ملاتړ کوي په غوښتنه کړی.
د جنرال عبدالرازق دغه څرګندونو ته تر اوسه حکومت ځواب نهدی ویلی.
خو تر دې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس ویل شوي و چې پوځي منسوبین په سیاسي غونډو او سیاسي مسایلو کې د مداخلې حق نهلري.
راپور: محمد صادق رښتینی