مقدونیا پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» پرلهپسې زلزلو لړزولې ده.
د راپورونو له مخې هغه کورونه او ودانۍ چې د دې زلزلو مرکز ته نږدې په کمه توګه زیانمن شوي دي، خو تر اوسه په دې زلزلو کې د مرګ ژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
د مقدونیا د زلزلو د څار ملي ادارې ویلي، تر ټولو قوي زلزله د ريښتر په حساب ۵.۱ وه چې د یونان پولې ته نږدې د دوجران په سیمه کې وشوه.
د دې زلزلې مرکز د یونان په شمال کې دروساتو نوم سیمه کې و.
د دوجران سیمه تر دې پخوا د یو لړ قوي زلزلو شاهده پاتې شوې ده.