پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» د نړۍ شپږ هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره د غیر دایمي غړو په توګه یوځای شول.
هالنډ، پولنډ، کوېټ، پیرو، عاج ساحل او ګیني هغه هېوادونه دي چې تازه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غړي شول.
د دې هېوادونو هر یو یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۳ غړو لهخوا د دوو کلونو لپاره د امنیت شورا غړیتوب ته انتخاب شوي دي.
یوازې هالنډ خپل نیمايي غړیتوب له ایټالیا سره وېشي.
په ملي امنیت شورا کې د پنځو دایمي غړو سربېره د نورو هېوادونو لپاره غړیتوب په دې سازمان کې په نړیوالو مسئلو کې د رسا غږ لرلو په معنی دی.
د قزاقستان استازي غیرت عمروف چې د جنورۍ په لومړۍ نېټهیې د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا دورهيي مشرتوب پر غاړه واخیست، نویو غړو ته د هرکلي په ترڅ کې وویل:
"سولې او امنیت ته رسېدل یو سخت کار دی."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې په دې کې امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا دایمي غړي دي او د ویتو حق لري.