د ننګرهار په اچین کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او ۴ ټپیان دي

د امریکا پوځ وايي، د افغانستان په ختیځ کې یې په یوه نښته کې یو سرتېری وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.

په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، امریکايي ځواکونو ویلي، دا پېښه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوې ده.

بل‎خوا په شمال کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ویلي، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په دې ولایت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې د داعش ډلې سره تړلي ۲۶ وسله‎وال وژل شوي چې په وژل شویو کې یو شمېر فرانسویان هم شامل دي.

د افغانستان په لوېدیځ فراه ولایت کې بیا چارواکو ویلي چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» دغلته د یوې ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.