د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، مرکزي حکومت نهشي کولای نوموړی له دندې لیرې کړي.
جنرال عبدالرازق چې پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» یې په کندهار کې د یو شمېر رسنیو له استازو سره خبرې کولې وویل، دا چې نوموړی د دې حکومت لهخوا په دنده نهدی ټاکل شوی، نو لیرې کولیې هم د دې حکومت کار نهدی.
دی وايي:
"زه نه دې حکومت راوستلی یم او نه مې دا حکومت لیرې کولای شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به ځم."
له دندې څخه د کندهار د امنیه قوماندان د لیرې کولو په اړه تر اوسه له کابل څخه کوم خبر نهدی خپور شوی، خو تر دې مخکې په شمال کې د بلخ مستعفي شوي والي عطا محمد نور ویلي و، حکومت غواړي چې له ده وروسته د کندهار امنیه قوماندان له دندې لیرې کړي.
د ښاغلي رازق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او یا ارګ کومه تبصره نهده کړې.