نیکي هيلي: پاکستان له کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه کړې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هيلي وايي، پاکستان له کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه کړې او د امریکا نوې ادارې ته دا لوبه د منلو نه‎ده، ځکه‌یې دې هېواد ته د مرستو ورکول ځنډولي.

نیکي هیلي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په نیویارک کې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، پاکستان له یوې خوا له موږ سره کار کوي، خو له بلې‎خوا یې هغه ترهګرو ته خوندي ځالې برابرې کړي چې په افغانستان کې زموږ پر سرتېرو بریدونه کوي.

نوموړې وايي:

"د امریکا حکومت پاکستان ته د ۲۵۵ میلیونه ډالرو مرستې ورکول ځنډوي. د دې لپاره روښانه دلیل موجود دی. پاکستان له کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه کړې. دوی موږ سره کار کوي، خو په عین حال کې یې هغه ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي."

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز هم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» خبریالانو ته وویل، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد نور اقدامات کولای شي او موږ غواړو چې دا اقدامات وکړي.

نوموړې وویل، پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره به راتلونکو ورځو کې نور اقدامات هم اعلان شي.

پاکستاني چارواکو د دې هېواد په اړه د ولسمشر ټرمپ په وروستیو څرګندونو انتقادونه کړي او ویلي یې دي امریکا دې په افغانستان کې د ماتې مسؤلیت پر پاکستان نه‌اچوي.