د کاناډا پولیسو هغه سړی چې په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای په پاکستان کې د وسلهوالو له برمتې ژغورل شوی، د تېري او وژنې د ګواښونو په تور توقیف کړی دی.
د ۳۴ کلن جاشوا بویل مدافع وکیل پرون وویل، مؤکليې په کاناډا کې د تېري، جنسي تجاوز او د وژلو د ګواښونو په ۱۵ مواردو کې تورن دی.
که څه هم په دې قضیه کې د قربانیانو هویت نهدی ښودل شوی، خو تمه ده چې تورن بویل نن په اوتاوا کې محکمې ته حاضر شي.
د جاشوا بویل وکیل ویلي، نوموړی بېګناه دی او تر دې مخکې يې د قانون خلاف عمل نهدی کړی.
ادعا شوې چې دا قضيې کاناډا ته ددغه کورنیو د راتلو په څو میاشتو کې شوي دي.
پاکستان په تېر اکټوبر میاشت کې وویل، امنیتي ځواکونو يې جاشوا بویل د هغه امریکايۍ مېرمن او درې ماشومان هغه مهال حقاني شبکې پورې اړوندو وسلهوالو څخه وژغورل چې له افغانستانه پاکستان ته اوښتل.
خو امریکايي مقاماتو وویل چې بویل او کورنۍ يې تر دې مخکې چې وژغورل شي شااوخوا ۵ کاله په پاکستان کې له وسلهوالو سره برمته وو.