د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، انقره له مسکو سره د ټکنالوژۍ د انتقال په اړه مذاکرات کوي.
دا ټکنالوژي له مسکو څخه د انقرې د اېس څلور سوه دفاعي ميزایلو د سيسټم د پيرلو یوه برخه ده.
چاووش اوغلو وويل، د دې سیسټم پيرل اړين وو او ترکيې ورته بېړنۍ اړتيا درلوده.
د دې سيسټم په خاطر د ترکيې ناټو متحدو هېوادونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
چاووش اوغلو وويل:
"موږ غوښتل دا سیسټم له خپلو ناټو متحدو هېوادونو څخه وپيرو، خو نتيجه یې ورنه کړه، روسیې راسره تر ټولو غوره سودا وکړه او ځکه ما دا سیسټم له روسیې وپيره."
د راپورونو له مخې، ترکيه دا سیسټم د ۲.۵ ميليارده ډالرو په لګښت، له روسيې څخه پیري.
ده وويل چې د ميزايلو د دې سیسټم لومړي واردات به په ۲۰۲۰میلادي کال کې پيل شي.