د کندز د ټرانسپورت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د کندز ولایت د ټرانسپورت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د ټرانسپورت د تنظیم رئیس سید جواد جلالي نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، سږ کال دوی د ټرانسپورت د عوایدو له درکه له ۱۳،۵ میلیونه افغانیو زیاتې پیسې راټولې شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلی جلالي وايي، تېر کال دا رقم ۱۱ میلیونه افغانۍ وو.

د نوموړي په خبره مالیې وزارت سږ کال د کندز د ټرانسپورت ریاست ته ۱۰ میلیونه افغانۍ هدف ټاکلی وو.

نوموړی د عوایدو د زیاتوالي لامل په کندز کې د ټرانسپورت ریاست د کارکوونکو زیار او هم په دغه ولایت کې نسبي امنیت یادوي.