د جنوب ختیځ زون په کچه یو ۳۵ کسیز پلاوی هند ته لاړ

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مشرۍ او د جنوب ختیځ زون په کچه یو ۳۵ کسیز پلاوی نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ​هند ته ولاړل.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی د هند په هغه نړیوال نندارتون کې ګډون کوي چې د ۵۷ هېوادونو سوداګریز پلاوي په‌کې راغونډ شوي او په بېلابېلو اقتصادي مسایلو خبرې اترې کوي.

ښاغلی عالمیار وايي، په دغه نندارتون کې افغان سوداګر هم یو غرفه لري.

نوموړی زیاتوي، دوی غواړي هلته له هندي چارواکو سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړي چې له مخې یې پکتیا ته د چابهار بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه پیل شي.

د هند د احمدابا نړیوال نندارتون د روان میلادي کال د جنوري په ۵مه نېټه پیلېږي او ۱۰ ورځې دوام کوي.