د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه-اېن وايي، له شمالي کوریا سرهیې د هېواد د اړیکو په ښهوالي کې به د پیونګ یانګ د اټمي لانجې د حللارې موندل هم شامل وي.
ولسمشر مون جه-اېن نن دا خبرې یوه ورځ وروسته تر هغه وکړې چې د شمالي کوریا مشر له جنوبي کوریا سره د اړیکو د ښهوالي لېوالتیا وښوده.
د شمالي کوریا مشر د نوي کال په مناسبت پرون په خپله وینا کې وویل چې غواړي له جنوبي کوریا سره اړیکې ښې کړي او په همدې تړاو به لومړی خپل لوبغاړي په جنوبي کوریا کې ژمني المپيک ته واستوي او همداراز بهیې پلاوی د خبرو لپاره هم ورشي.
د جنوبي کوریا ولسمشر د خپل هېواد سپورټ وزارت ته امر کړی چې د شمالي کوریا د لوبغاړو د وربللو لپاره لایحه جوړه کړي.
د شمالي کوریا مشر په خپلو پرونیو خبرو کې د امریکا د هدف ګرځولو ګواښ وکړ او ویېویل چې د امریکا د ویشتلو لپارهیې لیرې واټن ویشتونکی میزایل جوړ کړی دی هغه څه چې ګڼ نړیوال شنونکي باور نهپرې کوي.