د جوزجان چارواکي: په هوايي عملیاتو کې د داعش ۱۸ جنګيالي وژل شوي

په جوزجان ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي عملیاتو په نتيجه کې د داعش ډلې ۱۸ جنګيالي وژل شوي دي.

په شمال کې د ۲۰۹م شاهين قول اردو وياند نصرت‎الله جمشيدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې د داعش دوه قوماندانان قاري شاجه او اقا رحيم هم شامل دي.

دی وايي:

"موږ چې کشفي راپور تر لاسه کړ، عملیات سمدستي وشول او وژل شوي کسان ټول له داعش سره تړاو لري. موږ چې د هوا له لارې عملیات کوو، ډېر په دقت تر سره کېږي، ځکه ځايي خلکو ته هېڅ ډول زیان نه‎دی رسېدلی."

دا عملیات د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ په اق کوتل ولسوالۍ کې شوي دي.

ښاغلي جمشیدي زياته کړه چې ټاکل شوې ده د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر وړاندې تصفيوي عملیات پیل شي.