افغانستان د پاکستان په اړه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو هرکلی کړی

افغانستان د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستيو څرګندونو هرکلی کړی دی.

په امريکا کې د افغانستان سفير حمد‎الله محب وویل چې پاکستان تر اوسه په دې هېواد کې د هغو ترورېستانو ځالې له‎منځه نه‎دي وړي چې په افغانستان کې دوامداره حملې کوي.

ښاغلي محب د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"د هغو مرستو چې دوی يې د ترورېزم سره د مبارزې لپاره له امریکا اخلي، بندېدل پر پاکستان مستقيم فشار راوړي چې موږ یې هرکلی کوو."

په امریکا کې افغان سفیر دا څرګندونې وروسته له دې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټويټ کې پاکستان درواغجن هېواد وباله او ويې‌ویل چې امریکا يې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې تېر ايستلی دی، ځکه د ده په وينا پاکستان اوس هم ترورېستانو ته خوندي ځايونه ورکوي.

د ټرمپ تر دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر پر خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي چې ډېر ژر به د ټرمپ ټويټ ته عکس‎العمل وښيي او نړۍ ته به د افسانې او رښتیا ترمنځ توپیر واضح کړي.