په غور کې د هریرود پر سیند د یوه پل پرانېسته وشوه

د غور په ولایت کې د هریرود پر سیند د پلیو کسانو د تېرېدو لپاره د یوه پل پرانېسته وشوه.

د غورولایت د کلیو د پراختیا رئیس انجنیر محفوظ الله په سیمه کې ازادي رادیو ته ویلي چې دغه پل د هریرود پرسیند په شااوخوا اتو میاشتو کې بشپړ شو.

د ده په خبره، دغه پل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۲،۵ متره سور لري، د کلیو د پراختیا وزارت پرې ۱۵میلیونه افغانۍ لګولي دي.

خبرزیاتوي، دغه پل د غور مرکز ته نېږدې د پوزه لیچ په سیمه کې جوړ شوی چې د هریرود د سیند د دواړو غاړو لسګونه کلي یې سره وصل کړل.