ترکمنستان د افغانستان په یو شمېر ولایتونو برېښنا قطعه کړې

ترکمنستان هرات او نورو هغو ولایتونو ته د برېښنا جریان قطعه کړی چې د دې هېواد له وارداتي برېښنا استفاده کوي.

راپورونه وايي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په فاریاب، سرپل، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې برېښنا نشته.

چارواکي وايي، ترکمنستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یو کیلو واټ برېښنا پر افغانستان د دوو سېنټو په بدل کې پلورله، خو اوس ویل کېږي چې ترکمنستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د برېښنا د بیې د دوه چنده کېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د برېښنا شرکت مشر وحید احمد کامراني پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان یو هیئت چې ترکمنستان ته تللی و، د برېښنا په بیه کې دا زیاتوالی یې ونه مانه چې له همدې کبله ترکمنستان فاریاب، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو ته د برېښنا جریان قطعه کړ.

د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنير عبدالوکیل ناصري ازادي راډیو ته ویلي چې د ترکمنستان د برېښنا له چارواکو سره دې نتیجې ته رسېدلي چې په دې ولایتونو کې په موقته توګه د یوې میاشتې لپاره د برېښنا جریان بېرته فعال شي.

د ښاغلي ناصري په وینا، په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان او ترکمنستان د خبرو اترو له لارې دې ستونزې ته د هواري لار پیدا کړي او تر راتلونکو څو ورځو به دا ستونزه حل شي.