ماليې وزارت: د زړو فلزاتو د قاچاق او مخنیوي په هدف يو لړ عملي کارونه پېل شوي

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د اقتصاد د عالي شورا له پرېکړې سره سم یې د زرګونو ټنو زړو او له کاره لوېدلو فلزاتو د قاچاق او مخنیوي په هدف يو لړ عملي کارونه پېل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۱» يوې خبري ناستې ته وویل چې د اوسپنې د ویلي کولو له پنځو تر شپږو فابریکو ته ۱۲ زره ټنه له کاره لویدلې اوسپنه ورکړل شوې چې د ویلي کولو او پروسس چارې به یې ډېر ژر پېل شي.

اجمل حمید عبدالرحیمزی

دی وايي:

"د طرحې او کمېټې د کارونو له مخې پنځه-شپږ فابریکې په ګوته شوي دي چې د تورو داغمه جاتو يا اوسپنې په برخه کې کار کوي، دوی ته شاوخوا ۱۲ زره ټنه اوسپنه د پروسس لپاره ورکړل شوي، دغه کار موږ سره مرسته کوي چې د قاچاق مخه یې ونیول شي او زموږ فلزات بهرنیو هېوادونو ته په غېرې قانوني توګه انتقال نه‎شي. "

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، له دې سره به له يوې خوا د فلزاتو د قاچاق مخنیوي وشي او له بله پلوه به د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو کار ورسره روان شي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره اوس‎مهال يوازې په ملکي برخه کې شاوخوا ۴۰ زره ټنه له کاره لویدلې اوسپنې موجودې دي چې د ماليې وزارت د پلان له مخې به یې د پروسس او ویلي کولو چارې په کور دننه ترسره شي.

د ده په خبره د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې به د ویلي کولو لپاره يو ټن اوسپنه په ۱۰ زره افغانۍ، يو ټن المونیم په ۹۸زره افغانۍ، يو ټن مس په ۲۹۷ زره افغانۍ او يو ټن برونز په ۲۴۵ زره افغانۍ خصوصي سکتور ته ورکول کېږي.

شاوخوا ۴۰ زره ټنه له کاره لویدلې اوسپنې موجودې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کراتو له افغان حکومت څخه غوښتي چې بهر ته د زړو اوسپنو او نورو فلزاتو د قاچاق مخه ونیسي او په کور دننه دغو فابریکو ته د اوسپنې او نورو فلزاتو د ویلي کولو او پروسس زمینه برابره کړي.

د دې خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۲۲ د اوسپنې د ویلو کولو فابریکې شته چې ۱۴ یې فعالې دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان که څه هم د حکومت دغه اقدام ستايي، خو په خبره یې دغه کار باید ډېر پخوا شوی وای، ځکه د دوی په باور له افغانستان نه په کافي اندازه زړې اوسپنې او نور فلزات په قاچاقي ډول ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته انتقال شوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي:

"ای کاش دغه کار د بن کنفرانس نه وروسته شوی وای، ځکه چې په ډېره لوړه پیمانه اوسپنه نورو هېوادونو ته انتقال شوه، حتی تاسو پوهېږئ چې ټانګونه په بمونو والوځول شول او اوسپنې يې پاکستان ته انتقال شوې، دغه شان هغه الوتکې چې په ننګرهار او خوست کې وې، په اوښانو پاکستان ته ولېږدول شوې او دا واقعاً ډېره لويه جفا وشوه."

ښاغلی اکبر وايي، حکومت ته په کار ده چې نورو هېوادونو ته د زړو اوسپنو او نورو فلزاتو د قاچاق مخه په جدي ډول ونیسي.

راپور: محمد واصل وصال