چارواکي: په زابل او ارزګان کې عملياتو ١١ طالبان وژل شوي

د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه کې د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل او ارزګان ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

٢٠٥ اتل قول اردو په خپله هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويلي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او د زابل په ميزانې ولسوالۍ کې شوې دي.

په دې موده کې د ٣ نورو وسله والو د ټپي کېدو، د يوه اندازه وسلې او مهماتو د نيول کېدو او له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.