د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍ ته جدي خبردارى ورکړ او د ناانډولۍ، نشنليزم، له نورو د کرکې او د بالقوه اټمي جګړې د خطرونو په وړاندې يې د يووالي غوښتنه وکړه.
انتونيو ګوترش پرون د نوي ميلادي کال په مناسبت په خپل ويډيويي پيغام کې وويل:
"زه دلته کوم درخواست نه کوم، بلکې زموږ نړۍ ته جدي خبردارى ورکوم؛ موږ کولاى شو شخړې حل کړو، پر کرکې غلبه حاصله کړو او د ګډو ارزښتونو دفاع وکړو، خو دا هرڅه په هغه صورت کې ممکن دي چې يو موټي شو."
د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل، کال مخکې چې يې دا وظيفه واخيسته د ٢٠١٧میلادي کال لپاره يې د سولې غوښتنه کړې وه، خو د ده په وينا له بده مرغه چې نړۍ په اساسي لارو کې شا ته لاړه.
انتونيو ګوترش وويل، اوس شخړې ژورې شوي او نويو خطرونو سر اوچت کړى دى.
د ده په خبره له سړې جګړې راوروسته د اټمي وسلو په اړه هم نړيوالې اندېښنې لوړ حد ته رسېدلي دي.