د شمالي کوریا رهبر وايي د اټمي وسلو تڼۍ د ده پر مېز پرته ده

د شمالي کوريا رهبر وايي، هېواد يې دا وړتيا ترلاسه کړې چې په اټمي وسلو د امريکا د اصلي خاورې ټولې برخې وولي.

کېم جونګ-اون نن د نوي ميلادي کال په مناسبت په خپله ټلوېزېوني وينا کې وويل، د اټمي وسلو تڼۍ د ده پر مېز پرته ده:

"زموږ د نويو اټمي وسلو په محدوده کې ټول متحد ايالتونه راځي او اټمي تڼۍ تل زما پر مېز پرته ده. دا حقيقت دى، نه خبردارى."

د شمالي کوريا رهبر وويل، هېواد يې د اټمي ځواک کېدو لپاره پروسه بشپړه کړې ده او موږ بايد په ډله‎ييز ډول اټمي سروکي "سرګلولې" او باليسټيک ميزائيل توليد کړو او د هغوى پراختيا چټکه کړو.

کېم جونګ-اون وويل، دغه ډول وسلې به په هغه صورت کې وکاروي چې هېواد ته يې کوم خطر پېښ شي.

پر شمالي کوريا د دغه هېواد د اټمي او باليسټيک ميزائيلو د پروګرامونو له کبله په وروستيو کې بنديزونه لګول شوي دي.