د هرات د ښاروالۍ لسګونه کارکوونکي څارنوالۍ ته پيژندل شوي

د هرات د ښاروالۍ لسګونه کارکوونکي په وروستیو درېیو میاشتو کې څارنوالۍ ته پيژندل شوي دي.

د هرات د ښاروالۍ مرستیال سید وحید قتالي پرون خبریالانو ته وویل چې د دې ادارې ۴۰ کارکوونکي د میلیونونه افغانیو د اختلاس او په ناقانونه توګه د ښاروالۍ د ملکیتونو په خرڅلاو تورن او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دی وايي:

"زموږ یو شمېر جایدادونه تېر کال ورک وو. موږ بلآخره وموندل. مارکیټونه وو چې د هرات ښاروالۍ مربوط و، د هرات د ښاروالۍ دوه زره جریبه ځمکه وه، ځینې نښې مو ترلاسه کړې اسناد مو پیدا کړل، له خلکو مو قبالې ترلاسه کړې او ورپسې ګرځو به."

د هرات د ښاروالۍ مرستیال وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په هدف یې مشخص پروګرامونه په پام کې نیولي دي.