خلکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په جشنونو سره د ۲۰۱۸ هرکلی وکړ

خلکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په اورلوبو او نورو جشنونو سره د ۲۰۱۸ کال هرکلی وکړ.

د نوي ميلادي کال شپه په څو هېوادونو کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې کلک امنیتي تدابیر ورته نيول شوي وو.

د ترکيې په استانبول کې د نوي کال د جشن د خونديتوب لپاره ۳۷ زره پولیس ګمارل شوي وو.

تېرکال د نوي کال په شپه د استانبول پر یوه نایټ کلپ په برید کې ۳۹ کسان چې ډېرى بهرنیان وو، وژل شوي وو.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس د ۲۰۱۷ میلادي کال د پای په مناسبت جنګونه، بې عدالتۍ او د چاپېریال زيانمنېدل وغندل چې د ده په وینا تېرکال یې خراب کړی و.

د امریکا متحدو ايالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نوي کال په مناسبت په خپل ټویټر کې لیکلي:

"څه یو کال و چې تېر شو او اوس مو بل کال تازه پیل کړ."

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې مناسبت په ټلوېزېوني پيغام کې له روسانو وغوښتل چې په نوي کال کې پرځانونو پام ولري او د یو بل خیال دې ساتي.