سن پټرزبورګ کې د بم اېښودنې مشکوک عامل په ټرورېزم تورن شوی

د روسیې تحقيقاتي کمېټه وايي، د سن پټرزبورګ ښار په یوه لوى مارکیټ کې د بم اېښودنې مشکوک عامل یې په ټرورېزم تورن کړی دی.

دغې کمېټې پرون په اعلاميه کې وویل، مشکوک کس دیمټري لوکیانینکو د چهارشنبې په ورځ په لوى لاس په کور کې بمي وسيله جوړه کړې او بيا يې په حمله کې کارولې چې په نتيجه کې يې ۱۳ کسان ټپیان شول.

په اعلاميه کې راغلي لوکیانینکو له ۱۹ کلنۍ د ځينو مسايلو له کبله د رواني ناروغیو د متخصصانو تر څار لاندې و.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغې چاودنې مسؤلیت منلى، خو د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یې کوم دلیل نه‎دی وړاندې کړی.