د ايران چارواکو د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه تړلي

د ايران چارواکو د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مظاهره چيانو هڅه وکړه د څلورمې ورځې لپاره هم په حکومت ضد مظاهرو کې سره راغونډ شي.

دغه مظاهرې چې په بهير کې يې تر اوسه د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى، د ٢٠٠٩میلادي کال د ولسمشرۍ تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د ايران رهبرۍ ته يو جدي چلنج ګڼل کېږي.

د انسټاګرام او ټلګرام کاروونکي نن یکشنبه نه شي کولاى چې دغه ټولنيزې شبکې وکاروي.

دغه دواړه اپلکېشنونه په ايرانيانو کې ډېر عام دي چې د مظاهرو د ځايونو په ټاکلو کې هم ورڅخه ګټه اخيستل کېږي.

مظاهره چيان په ايران کې د بيو پر لوړېدو او د ولسمشر حسن روحاني د ژمنو پر نه پوره کېدو په غوسه دي، روحاني د بيان او غونډو د ازادۍ د تضمين ژمنه کړې وه.

روحاني تر اوسه په ايران کې د وروستيو اعتراضونو په اړه تبصره نه ده کړې.