په افغانستان کې د پروموټ د پروګرام د اصلاح او سمون دوهم پړاو اعلان شو

د امریکا د متحدو ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې د پروموټ یا "ښځې په حکومت کې " د پروګرام د اصلاح او سمون دوهم پړاو اعلان کړ.

د «یو. اس. اې. آی. ډي» یا د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د پروموټ یعنې ښځې په حکومت کې د پروګرام مسؤلین وايي، په پام کې لري چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې۳۰۰۰ افغان مېرمنې او نجونې د روزنیزو پروګرامونو له لارې د دې جوګه کړې چې په خپلو وړتیاوو په دولتي ادارو کې شاملې او کار وکړي.

د پروموټ د پروګرام مسؤلینو دا خبرې د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۰ مه» په کابل کې، د پروموټ پروګرام د اصلاح او سمون د لومړي پړاو د نتایجو د اعلانولو او د خپل دوهم پروګرام د پیلولو پرمهال وکړې.

د دغه پروګرام د همغږۍ د څانګې مسؤلې لیلی رحیمي وویل، د پروموټ پروګرام لومړی پړاو، له څه باندې ۵۰ دولتي ارګانونو سره شریک شوی و او نن یې د راتلونکي پروګرام د جوړولو لپاره پر نتایجو او لاسته راړونو بحث کېږي.

​اغلې رحیمي وویل:

"دغه دوهم کنفرانس د لومړي په دوام چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې جوړ شوی و او هدف يې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو اړوند د ۱۰ اصلاحي موضوع ګانو پېژندنه ده، دایرېږي، دغو بنسټونو شااوخوا یو کال کار وکړ او خنډونه یې په درې برخو کې خلاص کړل چې یو يې د پالېسیو، بله یې په فرهنګي او بله يې هم په زیربنايي برخو کې دي."

مسؤلینو وویل چې په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې، د پروموټ د پروګرام هدف دا دی چې د خپلو تخنیکي او مسلکي مرستو له لارې، په اقتصادي او دولتي برخو کې د افغان ښځو او نجونو ظرفیتونه لوړ کړي.

د افغانستان د ښځو چارو د وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ وویل، پروموټ پروګرامونه د دغه وزارت په همغږۍ پرمخ ځي چې نیمګړتیاوې او پرمختګونه دواړه لري.

دې ټینګار وکړ چې ټول دولتي ارګانونه باید پروموټ پروګرامونه په جدي ډول پلي کړي.

سپوږمۍ وردګ

سپوږمۍ وردګ زیاتوي:

"موږ او تاسې شاهدان یوو چې ډېر کنفرانسونه جوړېږي‎، ډېرې خبرې په کې کېږي، خو څارل کېږي نه، په مجموع کې په دولتی بنسټونو کې لویه ستونزه او لویه تشه همدغه ده."

په دغه ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري منابعو رئیس خیرمحمد نیرو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازې تبسم په خپلو ادارو کې د پروموټ د پروګرامونو د لاسته راوړنو خبرې وکړې او پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د پروموټ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د غه پروګرام په افغانستان کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پیل شوی او تر اوسه یې له سلګونو افغان مېرمنو او نجونو سره د کارموندنې په برخو کې مرستې کړې دي.

راپور: خان محمد سیند