ايران کې د حکومت-ضد اعتراضونو پر مهال ۲ مظاهره چيان وژل شوي

په ايران کې د حکومت-ضد اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه دوه مظاهره چيان وژل شوي دي.

د بيو د لوړېدو له کبله د خلکو اعتراضونه شديد او پلازمېنې تهران ته غځول شوي دي.

حکومت خبردارى ورکړى چې په "وسپنيز سوک" به دغو مظاهرو ته ځواب ووايي.

پرون په درېيمه ورځ هم دغو مظاهرو له زياتېدونکي تاوتريخوالي سره دوام درلود.

دا په ٢٠٠٩میلادي کال کې د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د ايران چارواکو ته تر ټولو جدي چلنج ګڼل شوى دى.

په هغو انتخاباتو کې محمود احمدي نژاد يو وار بيا د ايران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

نيمه دولتي اژانس مهر د لرستان ولايت د مرستيال والي حبيب الله خجسته پور وينا رااخېستې چې نن يې ويلي:

"په غربي ښارګوټي دورود کې د خلکو يوه غيرقانوني راټولېدنه د شخړو سبب شوه چې په نتيجه کې يې د دورود دوه اوسېدونکي وژل شوي دي."

په ایران کې دننه ځینو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول ویلي چې شاوخوا ۸۰ تنه اعتراض کوونکي تېره شپه نیول شوي دي.

دا مظاهرې لومړی په تهران کې د جنسونو د بیو د لوړوالي په اعتراض کې پیل شوې.