د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د شفافیت په هدف د لومړي ځل لپاره د ۹۷۳ شویو تړونونو منځپانګه په انلاین ډول خپره کړه.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل، خلک کولی شي د دغه وزارت د ویبپاڼې له لارې د شویو تړونونو د څرنګوالي، ډول، پانګونې او دا چې په کومو سیمو کې دي ځان خبر کړي.
ښاغلی مطفی وایي، په دې سره به خلک وپوهېږي چې د دولت په خزانه کې څومره پیسې موجودې دي او دغهشان د خلکو او حکومت ترمنځ روڼتیا او ولسي مشارکت هم رامنځ کوي.
نوموړی وايي، له دې وروسته د کانونو په برخه کې د ټولو لویو او کوچنیو تړونونو څرنګوالی او منځپانګه په انلاین ډول خپروي.