يوه سړي چې ګومان کېږي منجفره مواد ورسره وو، تېره شپه د اوکراين د خارکيف په يوه پوستهخانه کې ٩ کسان يرغمل کړل.
پوليسو وروسته وويل چې دغه سړي تر خبرو وروسته ٣ ښځې او ٢ ماشومان خوشې کړل.
د سيمې د پوليسو مشر اوليګ بيخ رسنيو ته ويلي، دغه ناپېژندوى کس غلى دى، تر اوسه يې کومه غوښتنه نه ده مطرح کړې او د يرغمل شويو کسانو د ټیليفونونو له طريقه له پوليسو سره په تماس کې دى.
بيخ ويلي، دغه يرغمل نيوونکى د اوکراين د چارواکو او روسپلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تېرې اوونۍ د زندانيانو تبادلې ته اندېښمن ښکاري او ګومان کوي چې بايد زيات بنديان خوشې شوي واى.
تېره چهارشنبه د اوکراين حکومت ٢٣٣ توقيف شوي کسان د اوکراين په ختيځ کې روسپلوه بېلتون غوښتونکو ته وسپارل، بېلتونپالو هم په بدل کې ٧٤ اوکرايني اتباع کيف ته ورتسليم کړل.