خوګياڼی: جلال اباد کې د صرافانو د قضيې څېړنه کې پرمختګ شوی

د ننګرهار چارواکي وايي، په مرکز جلال اباد کې د درېيو صرافانو د ټپي کېدو د قضيې په څېړنه کې ځينې پرمختګونه شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې دوه وسله وال کسان يوې صرافۍ ته ننوتل او درې صرافان يې په ډزو ټپيان کړل.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، نه غواړي د ځينو حساسيتونو له کبله د دې پېښې د څېړنې په اړه نور جزئيات روښانه کړي.

دی وايي:

"ځينې لاسته راوړنې لرو، خو لازمه نه ده چې اوس مهال شريکې شي. غواړو په هغو ادرسونو کې چې راته معلوم دي، خپل هدف ته ورسېږو. ټول کشفي او امنيتي ارګانونه د ننګرهار د والي په مشرۍ په دې اړه کار کوي."

د وروستۍ پېښې په تړاو د پنجشنبې په ورځ په جلال اباد کې صرافانو مظاهره وکړه او له حکومته يې د امن غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د صرافانو مشر عبدالرحمن هډه وال ازادي راډيو ته ويلي، په ننګرهار کې پر صرافانو پنځه دغسې حملې شوي چې په نتيجه کې يې ځينې صرافان وژل شوي هم دي، خو حکومت د دغسې پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدام نه دى کړى.