پکتيا چارواکي: د مچلغو بند د جوړونې په وړاندې امنيتي خطر نه شته

عبدالله حسرت

د پکتيا محلي چارواکي وايي، د مچلغو بند د جوړونې په وړاندې هېڅ کوم امنيتي خطر نه شته.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وويل، په احمدابا ولسوالۍ کې ځايي خلک هم د بند د امن له ټينګښت سره همکار دي.

دی وايي:

"د بند د جوړولو او د دې پروژې د ساتنې لپاره د سيمې خلک له وړاندې د وسلوالو مخالفانو پرضد د پاڅون په بڼه له حکومت سره همکار دي. د مچلغو بند په ساحه کې هم په کافي اندازه ځواکونه له پخوا ځاى پر ځاى دي."

د مچلغو بند د جوړونې قرارداد تېره يکشنبه له يوه روسي شرکت سره لاسليک شو چې څه کم ٢٣ مليونه ډالره لګښت به ورباندې راځي.

دغه بند به د ٢٣٠٠ هکټاره ځمکې د خړوبولو او ٤٠٤ کيلو‌ واټه برېښنا د توليد امکانات برابر کړي.

د دغه بند د جوړونې چارې د شرکتونو ترمنځ د اختلافاتو له کبله درې کاله مخکې وځنډېدې.