پوتین په روسیه کې د مجازاتو د سختېدو یو نوی قانون توشیح کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو داسې قانون توشیح کړ چې له مخې یې د تندلارو د استخدام له کبله، مجازات ډېرېږي.

د دغه قانون پر اساس پر هغو کسانو هم سزاوې سختېږي چې د وسله والو تندلارو مالي ملاتړ کوي.

د روسي چارواکو په خبره، دا اقدام د هغه ګواښ ځواب دی چې له منځني ختیځ څخه خپل هېواد ته د روسي جګړه مارو د بېرته ورتګ څخه رامنځته کېدای شي.

دغه قانون ۲ ورځې وروسته له هغه رسمي بڼه واخيسته چې د روسیې په سنت پټرز بورګ ښار کې د جمعې په ورځ په یوه پلورنځي کې د بمي برید په نتیجه کې ۱۴ تنه ټپیان شول.

ولسمشر پوتین دا برید یو ترورېستي اقدام وباله.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې برید مسؤلیت ومانه.

د روسیې دغه نوی قانون د روانې میاشتي په پیل کې د روسیې د پارلمان له خوا تصویب شو.

د روسیې امنیتي چارواکي له دې احتماله اندېښمن دي چې د دې هېواد یو شمېر وګړي چې په منځني ختیځ کې د تندلارو تر څنګ ولاړ وو، بېرته به روسیې ته مخه کړي.

داعش سږکال په عراق او سوریې کې تر ډېره د دوی تر واک لاندې سیمو څخه وایستل شول.

د روسیې د فدرال امنیتي ادارې د اټکل له مخې، د هغو روسانو چې په منځني ختیځ، د افریقا په شمال او نورو سیمو کې له تندلارو وسله والو سره یوځای شوي، شمېر یې څه باندې ۴۵۰۰ ته رسېږي.