د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس وایي، په اوکراین کې به د امریکا رول بدل نشي.
مټېس وایي، روسیه هېڅ دلیل نه لري چې اوکراین ته د نویو وسلو د ورکولو په برخه کې د امریکا د پرېکړې په اړه اندېښنه ولري.
امریکا تېره اوونۍ دا پرېکړه کړې وه.
د امریکا دفاع وزیر د جمعې په ورځ ویلي، ترهغو چې څوک ونه غواړي پر اوکراین یرغل وکړي، د امریکا دا اقدام به ډېر لوی اغېز ونه لري.
مټېس وایي، دغه وسلې دفاعي دي.
روسیې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو د لوړولو په اړه د امریکا اقدام غندلی او وایي چې واشنګټن په دې پرېکړې له سرې کرښې تېرېږي او په ښکاره اوکراین د وینې تويدنې لور ته بیایي.