چارواکي: په لوګر کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د لوګر سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د درېیو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه طالبان تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل:

" تېره شپه ۱۲ بجې په برکي برک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې طالبان ووژل شول."

د ښاغلي صالح په خبره، د لوګر په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات دوام لري او زیاتوي چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.