یوناما د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د مالي ملاتړ یو تړون لاسلیک کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما د افغانستان د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د مالي ملاتړ یو نوی تړون لاسلیک کړ.

د یوناما له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي چې د یوناما د پروژې بورډ په دوهمه غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د افغانستان د نوم لیکنې عملیاتي بودیجې ته پراخې مرستې برابرې کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې مرستندویو سازمانونو ژمنه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسیون سره د روانې مرستې سربېره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د څلور اعشاریه ۲۸ میلیونه ډالرو بودیجې ۹۰ سلنه برخه تمویل کړي.

اعلامیې د دغې ادارې د سیاسي څانګې مسؤل سکاټ سمیټ له قوله ویلي چې دا اقدام یې د انتخاباتو په بهیر کې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام بللی او د نړیوالې ټولنې په استازیتوب یې د افغانستان د انتخاباتو د چمتووالي په ټول بهیر کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د یوه پرېکړه لیک پر اساس له یوناما څخه غوښتي چې د ټاکنو په سمبالولو کې د افغان چارواکو ملاتړ وکړي.

سکاټ سمیت دا هم وویل:

"دا مهم نه دي چې په ټاکنو کې څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی، په بریالیتوب سره د ټاکنو ترسره کېدل د ټولو افغانانو لپاره ارزښت لري."

د روان میلادي کال د اکتوبر په څلورمه د یوناما د پروژې بورډ لومړۍ غونډه شوې وه، په هغې کې یوناما د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسیون سره د یوې پروژې داسې سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان د انتخاباتي بنسټونو د پیاوړتیا په هدف، یو قانوني او مالي چوکاټ وړاندې شو.