پوتین: د روسیې او امریکا رغوونکي مذاکرات نړیوال ثبات ته مهم دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایې سیال ډونالد ټرمپ ته د نوي کال په مناسبت په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رغوونکي مذاکرات د نړیوال ثبات لپاره مهم دي.

کرملین نن شنبه وویل چې ولسمشر پوتین په دې پیغام کې ټینګار کړی چې روسیه او امریکا کولای شي چې د برابرۍ او دوه اړخیز درناوي پر اساس، د اوږد مهاله لیدلوري په هدف عملي همکاریو ته وده ورکړي.

پوتین دا هم ویلي چې د روسیې او امریکا رغوونکي مذاکرات په ځانګړي ډول، په نړۍ کې د ستراتیژیک ثبات او هم نړیوالو ګواښونو او ستونزو ته د یوه ښه ځواب موندلو لپاره ډېر مهم دي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې له لورې د اوکرایین د کریمیا سیمې تر الحاق او هم په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونو وروسته، د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې دي.