د روسیې سترې محکمې د الکسي ناوالني غوښتنه رد کړې

د روسیې سترې محکمې د حکومت د سیاسي مخالف مشر الکسي ناوالني هغه غوښتنه رد کړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره دده د ګډون د ممانعت په اعتراض کې یې کړې وه.

دغې محکمې نن شنبه د روسیې د انتخاباتي کمېسیون د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې ویلي یې دي، ناوالني د فساد اړوندو تورونو له کبله نشي کولی چې د ۲۰۱۸ میالدي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودرېږي.

د ناوالني یوه مدافع وکیل ویلي چې مؤکل به یې اوس دا قضیه د بشري حقونو اروپایې محمکې ته راجع کړي.

د انتخاباتو د کمېسیون تر پرېکړې وروسته الکسي ناوالني له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د دې اقدام په اعتراض کې انتخابات بای کاټ کړي، خو کرملین وویل چې دا به وڅېړي چې ناوالني په دې غوښتنه څومره د روسیې قانون مات کړی دی.

پوتین تر اوسه په انتخاباتي سیالیو کې بل رقیب نه لري، ښایي د څلورم ځل لپاره د روسیې انتخابات په اسانۍ سره وګټي.

د ډسمبر پر ۱۸ مه ددغه هېواد د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاینونه رسماً پیل شول.