د ګلف ۳ افغان لوبغاړي بنګله دېش ته ځي

په پام کې ده چې د افغانستان د ګلف درې لوبغاړي د ګلف په اماتور سیالیو کې د ګډون په هدف سبا یکشنبه بنګله دېش ته ولاړ شي.

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په درېيمه نېته د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې پیلېږي.

ښاغلی پیمان وايي، د ګلف په اماتور سیالیو کې د ۶ اسیايي هېوادونو د ګلف لوبغاړي ګډون کوي.