په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د موجوده وضعیت په اړه ډیالوګ ترسره شو.
په دغه ډیالوګ کې پر کرکټ بورډ سربېره د نورو ورزشي سازمانونو چارواکو هم برخه اخيستې وه.
د دغه بحث ګډونوالو وویل چې په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره سره بیا هم کرکټ مخ په ودې دی.
د ډیالوګ ګډونوال او د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رئیس نورمحمد مراد وویل چې په ټوله کې ورزش د افغانونو ترمنځ په یووالي کې مهم رول لوبوي.
دغه ډیالوګ د یوې ورځې لپاره د افغان ورزشي خبریالانو د سازمان له خوا جوړ شوی و.