د روسیې د تېرې چهارشنبې چاودنې مسؤلیت داعش واخیست

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د روسیې په سنت پیترزبورګ ښار کې په یوه سوپر مارکېټ کې د برید مسؤلیت ومانه.

د چهارشنبې د ورځې په دې حمله کې تر لسو ډېر کسان ټپیان شول.

د داعش خبري اژانس اعماق ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې دا برید ترسره کړی، خو په دې برخه کې یې شواهد نه دې وړاندې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ماښام د سنت پیترزبورګ برید یو ترورستي برید بللی و.