په ننګرهار کې د مالټو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

په ننګرهار کې سږکال د مالټو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی .

د ننګرهار د کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحمیزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، اټکل شوی چې د روان کال ترپایه به د مالټو حاصلات له زرو ټنو زیات وي، حال دا چې د نوموړي په خبره، تېرکال د مالټو خاصلات ۸۰ ټنه وو.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، په ۱۳۹۶ کال کې د ننګرهار کانال د مالټو باغونه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل، ځکه یې حاصلات زیات شوي دي.

نوموړی وايي، د مالټو د خرڅلاو له درکه به سږ کال څه باندې ۴۰ لکه افغانۍ عاید ترلاسه شي.