د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ۴۶ میلیونه ډالرو مرسته کوي.
ټاکل شوې ده چې د دې مرستې تړون نن د افغانستان د پوهنې د وزارت او یونیسف ترمنځ لاسلیک شي.
د پوهنې د وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل تېره شپه د غه خبر ازادي راډیو ته تائید کړ.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دا مهال د ټول هېواد په سطحه شااوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او د یو زر او دوه سوه ښونځي د نا امنیو له امله تړل شوي دي.