د لوګر د ولایتي شورا غړي او یوشمېر اوسېدونکي له امنیتي ارګانونو غواړي چې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ او مرکز پل علم ترمنځ د غځېدولو لارو امنیت ټینګ کړي.
د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل پرون ازادي راډیو ته وویل لس کاله کېږي چې ازرې ته تللې لارې د نا امنیو له امله بندې دي.
د نوموړي په خبره د دې ستونزې له امله د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي له لازمو روغتیايي، پوهنې او د بیا رغونې له پروژو بې برخې پاتي او دولتي چارواکي پر دې لارو تګ راتګ نشې کولی.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بیا دا منېي چې ازرې ولسوالۍ ته پر غځېدلو لارو نا امني او خطر شته، خو وايي چې د کابل د خاک جبار د سړک په جوړېدو سره دا ستونزه اوس کمه شوې ده.
نوموړي وویل په ازرې ولسوالۍ کې همدا اوس د بیارغونې ګڼ شمېر پروژې تر کار لاندې دي.