د مصر د روغتیا وزارت پرون وویل پایتخت قاهرې ته نېږدې د قبطیانو پر یوې کلیسا په برید کې د یوه حمله کونکي په ګډون لس کسان ووژل شول.
په دې برید کې پنځه سرتېري ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي، حمله کونکو هڅه کوله چې د قاهرې په جنوب کې د حلوان په سیمه کې مرمینه کلیسا ته داخل شي، خو امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوله.
د مصر دولتي ټلوېزیون وویل دوهم برید کونکی چې د حملې له سیمې تښتېدلی و، څو ساعته وروسته ونیول شو.
که څه تر اوسه پورې کومې ډلې په قاهره کې پر کلیسا د پرونۍ حملي مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د اسلامې دولت په نامه ډلې یا داعش په دې هېواد کې د قبطیانو پر عبادت ځایونو ورته بریدونه کړي دي.
قبطیان د مصر د ۹۳ میلیونه نفوس لس په سلو کې برخه جوړوي.