پاکستاني چارواکي وايي، د ښه نیت له مخې يې ۱۴۵هندي کب نیونکې له زندان څخه خوشي کړي دي.
یوه پاکستاني پوځي مقام اعظم شیر پرون وویل دا هندي کب نیونکي لاهور ته نېږدې په سرحدي سیمه کې هندي لوري ته وسپارل شول.
دا هندي کب نیونکي شااوخوا یو کال وړاندې پاکستان ته په غیر قانوني توګه د اوښتو په تور نیول شوي وو.
پاکستان او هند د تېر مېلادي کال په ډسمبر میاشت کې دواړو خواو ته زنداني شوي سلګونه کب نیونکو تبادله کړل.